جنګي جنایتونه (ډسمبر)
الجـــــــهاد فی سبیل الله
جنګي جنایتونه (ډسمبر)
ساعت 9:23 | بازدید : 977 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دتېر(۲۰۱۳ز)کال دډسمبردمیاشتي په ۳مه نیټه دکابل ولایت د سروبي ولسوالۍ داوزبین سپیرکنډي پهکلي باندي یرغلګرو اوداخليعسکروچاپه وهلې ، دچاپې پرمهال یې دکلي ملاامام (مولوي حیات الله )شهیدکړی اویوبل تن ولسي وګړی یې ژوبل کړی چي وروسته هغه هم دژوروټپونوله امله شهیدشوی دی .

دډسمبرپه۳مه دجوزجان ولايت دمرکزاړوند(حسن تابن اوشکرک ) سيمه کي ددوستم ملېشوپنځه ویشت تنه ولسي وګړي

نیولي اودبندیانوپه توګه یې له سیمي څخه انتقال کړي ، دځایې خلګوپه وینادوستمي ملېشوهمداپنځه ویشت تنه ولسي وګړي دخپل وژل شوي قوماندان دوژني په توربندیان کړي ، خواصل خبره داده چي دقوماندان په وژنه کي نیول شوي کسان هیڅ لاس نه لري ،حتی ملېشې هم پوهیږي چي همدغه خلګ یې دقوماندان په وژنه کي ښکېل نه دي مګردڅه پیسوترلاسه کولوپه خاطریې همداغریب خلګ په بندکي اچولي دي .

دډسمبرپه ۵مه دهلمندولایت د مارجې ولسوالۍ دسستاني په سیمه کي یرغلګرو ځواکونودچاپې پروخت دوه تنه ملکي وګړي دبندیانوپه توګه له ځان سره وړي دي .

دډسمبرپه ۶مه دهلمندولایت د موسی کلاولسوالۍ دیتیمچي کاریز په سیمه کي ځایې اربکیانووروسته له هغه چي قوماندان یې (منصور)دطالبانوپه بریدکي ووژل شوې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

دډسمبرپه ۱۰مه د کاپيسا ولایت داله سای ولسوالۍ په صادقانو کلي کي دیرغلګروځواکونوپه بمبار کي اته تنه ملکي هیوادوالوته مرګ ژوبله اوښتې ده ، عیني شاهدانورسنیوته ویلي چي : په دغه بمبارکي چي دنقشبندي په نوم یوکلیوال پرکوروشو،دکورڅښتن (نقشبندي) اودرې تنې ښځي پکي شهیداني شوي اوددرو میرمنوپه ګډون یوماشوم پکي ټپي شوی دی .

دډسمبرپه ۱۲مه دزابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کي داخلي عسکرودعملیاتوپرمهال ولسي خلګ تهدیدکړي او ډیرمالي زیانونه یې ورته رسولي دي

دډسمبرپه ۱۳مه دزابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ دمرغابي له سیمي څخه داخلي عسکرودمسجددملاامام په ګډون درې تنه کلیوال چي یویې ډاکټردی د بندیان په توګه له ځان سره وړي دي .کړي دي .همدارازپه دغه یرغل کي عسکرودولسي خلګوزیات شمېرموټرسایکلونه بیولي اوځیني یې سوځولي هم دي .

دډسمبرپه ۱۳مه اربکيانو د پکتيکا ولايت په جاني خيل ولسوالۍ کي په یوملکي موټر ډزي کړي، یوسړی اودوه کوچنیان یې ټپیان کړي دي .

دډسمبرد۱۴مي نیټې په ماښام اشغالګرو عسکرو دشپنیوعملیاتوپه لړکي د بغلان ولايت د بغلان ولسوالۍپه انارخېلواوورڅېرمه سیموکي دولسي خلګوپرکورونوچاپې وهلې ، دچاپوپروخت یې خلګوته زیات مالي تاوانونه رسولي اوپه اخرکي یې اووه تنه ملکي هیوادوال دبندیانوپه توګه له ځان سره وړي دي.

دډسمبرپه ۱۴مه نیواکګروځواکونودشپنیوعملیاتوپه لړکي دهلمندولایت د نوزادولسوالۍ

دبر نوزاد کاریز په سیمه کي دچاپې پرمهال دولس تنه ولسي هیوادوال ژوبل کړي ، یوتن یې بندي کړی اوډیرزیات مالي زیانونه یې خلګوته اړولي دي .

دډسمبرپه ۱۴مه دزابل ولایت دشینکۍ ولسوالۍ په شینکۍ کلي اربکيانو یوکلیوال دمسجدمخته شهیدکړی دی .

دډسمبرپه ۱۵مه نیټه د ننګرهار ولايت د لالپورې په سيمه کي د کابل سيند په منځ کي د نیواکګرو بې پيلوټه الوتکي پریوې وړې کشتۍ باندي بریدکړی ، په یاده شوې حمله کي پنځه تنه ملکي هیوادال شهیدان شوي اویونامعلوم شمېرژوبل شوي دي .

دډسمبرپه ۱۵مه د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ په احمدشاه کلاسیمه باندي یرغلګروځواکونودهاوان مرمۍ اورولي، داشغالګروپه دغه هوایې بریدکي چي یوه مرمۍ یې دخلګوداستوګني پرځای لګېدلې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي اواووه کسه ټپیان شوي دي .

دډسمبرپه ۱۵مه اربکيانو د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ په حبیب کوډلوسیمه کي دمنارکلي يوملکي وګړی (عبدالسلام دتاج محمدزوی )شهيدکړی دی .

دډسمبرپه ۱۶مه یرغلګرواودخلي عسکرودشپنیوعملیاتوپه لړکي دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ دخلیفه کاریز په سیمه کي چاپه وهلې، دخلګوکورنه یې تلاشي کړي اودرې تنه ولسي وګړي (پلار،زوی اویوتن ملیمه )یې بندیان کړي دي .

دډسمبرپه ۱۷مه د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په دره اوموره سیموکي کورنیوعسکروداستوګني پرسیمودهاوان پیرونه کړي چي له امله یې یوه ښځه اودرې ماشومان شهیدان شوي اویوسړی اوپنځه کوچنیان ژوبل شوي دي .

دډسمبرپه ۱۸مه دکندهارولایت دسپین بولدک ولسوالۍ په یاروکاریزسیمه کي کورنیوعسکرویوملکي وګړی په دې تورچي ماین یې ښخ کړی بندي کړی ، عسکرووروسته همدغه بندي پرماین درولی او ماین ته یې انفجارورکړی چي نوموړی بندي پکي شهیدشوی دی .

دډسمبرپه ۲۰مه د ننګرهار ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ په مملي باغ سيمه کي سرحدي پوليسو دملکي خلګودسپرلۍ پرموټرډزي کړي چي له کبله یې یوه ښځه اودوه نارینه ټپیان شوي دي.

دډسمبرپه ۲۶مه داروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په شالي ناوې کي اربکیانویولیونی چي دژمي په سړه هواکي به یې په دښتونواوغرونوکي شپې تېرولې په دې پلمه چي ګواکي طالبانوته جاسوسي کوي شهیدکړی دی.

دډسمبرپه ۲۶مه ددهرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په سیاخاوال سیمه کي داخلي عسکرودوه تنه ولسي وګړي ژوبل کړي اوڅلورکسه نوریې چي یوپکي ډاکټردی بندیان کړي دي .

دډسمبرپه ۲۷مه دپروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ څخه ځایې اوسیدونکورسنیوته ویلي چي دولسوالۍ په بازارکي داربکیانودقوماندان (ملا)له وژل کیدووروسته دنوموړي وسله والودولسي خلګوپه ځورولولاس پوري کړی ، خلګ تهدیدوي، دکورونوپرلوري موډزي کوي ، یوکلیوال موپه همدې ډزوکي ژوبل شواوتردې مهاله یې زیات مالي زیانونه هم راته رسولي دي .

دډسمبرپه ۳۰مه دکاپيساولایت دتګاب ولسوالۍ په شمشادبیس سیمه کي داخلي عسکرویوماشوم چي کتابونه یې په لاس کي ووشهیدکړی ، خلګودکورنیوعسکروددغه عمل په عکس العمل کي داحتجاج په دودرسنیوته ویلي چي: دې ظالمانوزموږیوماشوم شهیدکړ،موږ ډیرترې تنګ شوي یو، خپلوپټيو ته نشوتلای، رمې نشوڅرولای، په یوه اوبله پلمه موځوروي اوکړوي .

دډسمبرپه ۳۰مه دارزګان ولایت ددهراودولسوالۍ دکښته لوندیانوپه سیمه کي داخلي عسکرویولسي وګړی چي پرموټرسایکل یوه زنانه هم ورسره وه دطالبانوسره دارتباط په توردواړه بنديان کړي دي .

دډسمبرپه ۳۱مه د سمنګان ولایت په مرکزکي دوالي ساتونکووسله والوترلس تنه ډیر مظاهره کونکي شهیدان کړي او ټپیان کړي دي، دسمنګان والي خیرالله اودولایتي شوری رئیس احمدضیاءهم منلې چي عسکرویې درې تنه لاریون کونکي شهیدان کړي اولس کسه یې ژوبل کړي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،روهي ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 939
بازدید ماه : 2372
بازدید کل : 95993
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 939
:: بازدید ماه : 2372
:: بازدید سال : 7350
:: بازدید کلی : 95993